دطالبانوپه وړاندي دامريکا دسياست بدلون
انجنير سيد عبدالقادر    انجنير سيد عبدالقادر

                                                         ۱۱ــ ۱ ــ ۲۰۱۳

دوهمه برخه :

                  

                    

 

 

   دا ښکاره خبره ده چی دطالبانو په وړاندي دغریي نړي دهر هيواد  هر نوي سياست او اجندا  چی رامخ ته کيږي ، دامريکا تر مستقيمو يا غير مستقيمو   مشورو او نظارت لاندي مخ ته ځي ۰  دا دواقعيت څخه ليري خبره  ده،  چی دپاريس کنفرانس دي دامريکا دمشوري پرته جوړ سوي وي ۰ ځکه نو ويلايسو چی دپاريس کنفرانس دامريکا دسياست دبدلون ښکاره بيلګه ده ۰مخکي تر دې چی دامريکا دسياست دبدلون لاملونه وليکو بايد وويل سي چی :

الفردويليام مک کوي چې د امريکې د (وسکن سين) په پوهنتون کې د تاريخ پروفيسر دی، د۲۰۱۰ کال دمارچ په مياشت کي په خپله يوه  مقاله کې ليکي ، چې د امريکې د امپراتورۍ نسکورېدل رانږدې شوي. د ده په وينا د يوه زبر ځواک په توګه د امريکې نسکورېدل تر هغې ډېر نږدې دي ، چې تاسو يې فکر کوئ. د ده د اټکل له مخې امريکا به د يوه زبر ځواک په توګه تر 2025 کال پورې نسکوره شي او په وينا يې د نسکورېدو بهير پر عراق تر بريد وروسته په 2003 کال کې پيل شوی. دی وايي، چې د نورو زبر ځواکونو دنسکورېدو بهير هم ډېر وخت نه دی نيولی ، د بېلګې په توګه د پرتګال امپراتوري په يوه کال کې ، د شوروي اتحاد امپراتوري په دوو کلوکې ، فرانسې په 8 کلو کې ، عثماني امپراتورۍ په11 او برتانيې په 17 کې سقوط وکړ، او امريکا به په راتلونکو 15 کلوکې سقوط وکړي.

۰ديادولو وړ خبره ده چی  دشوروي اتحاد تر پاشل کيدو وروسته د  امريکا د۲۱ قرن د امپراتوري واکمنانو ونه کړايسواي چی په نړي کي ديوه ابر قدرتي لويه ګوله هضم کړي ۰ دا ځکه چی دوي په ډير تلوار  دتکبر څخه ډک ګامونه وچت کړل ۰ او د خپلو شومو اقتصادي مخو له پاره يي داسلامي نړي يو شمير هيوادو حاکميتونه  دخپلو دښمنانو په نامه ياد کړل ۰ داځکه چی په دې هيوادونو کي نه يواخي دتيلو او نورو قيمتي منرالونو زيرمو شتون درلودي ،بلکه دا هيوادونو  دسترا تيژيکي پلوه هم امريکا ته  د پام وړ اهميت درلودي ۰ دبوش اداري وکړايسواي چی   دسيپتيمبر د۱۱می  مجهولي پيښي څخه په  استفاده دملګرو ملتونو دقبول سوو منشورونو څخه په ښکاره سر لغړونه  لومړي پرافغانستان يرغل تر سره ،  دطالبانو حاکميت  چپه او خپل ګوډاګي رژيم  پر افغان ولس باندي دبن دغير مشروع او افغان ملي ګټو ضد کنفرانس له لاري  د(بي ۵۲ ) الوتکو په زور تحميل کړ ي  ۰ او تر يوه کال وروسته يي خپلي استعماري لښکري دعراق دتيلو وزيرمو ته ورسوق کړي ۰  دمرحوم صدام حاکميت يي چپه اوهلته يي هم  خپل ګوډاګي رژيم  ځاي پر ځاي کړ ۰چی  دنړيوالو جمعي رسنيو له مخي يي تر يو ميليون ډير بي ګناه عراقيان  په شهادت ورسول ۰ دعراقي ولس دسخت مقاومت څخه وروسته د۲۰۱۱ کال په نومبر کي ټوله استعماري لښکري دعراق څخه ووتلي ۰  او عراقيانو دامريکا داشغالي لښکرو دوتلو وروستۍ  ورځ دعراق د نجات دورځي په نامه ياده کړل ۰  اوتر اوسه پوري دعراق ولس ددوي  دتوطيو په لمبوکي سوځي ۰  بايد وويل سي چی په افغانستان او عراق کي دامريکا پوځي تلفات،  تر يوه تريليون ډالروډيرو لګښتونو ، دهم دې استعماري يرغل په نتيجه کي  په نړي کي  دامريکا دسياسي اتوريتي دکچي بي ساري ټيټوالي او  په امريکا کي تر اوس مهاله  د۲۰۰۹ کال مالي او اقتصادي  بحران  دوام ، تر (۱۶  تريليونو ډالرو ) ډير ه پور اخيستنه ، دبوديجي دوامداره  کسر  ،  دبيکاري او جګړي پر ضد د ( والسټريټ اشغال کړي ) په نامه دنوو سياسي ولسي خو ځښتونو ميدان ته کيدل او دافغان جګړي په وړاندي  دناټو دهيوادونو د مشرانو دنظر ليري والي اوديرغل په وړاندي دافغان ولس  بي ساري  قرباني ،  مقاومت او تنفر ،   داوباما اداره   ودې ته اړ ايستل چی خپلي يرغلي قواوي دافغانستان څخه وشاته وټمبوی۰  ځکه نو دځينو سياسي کار پوهانو دنظره امريکاپه اوس مهال کی  غواړي چی نوي دوست ځان ته پيدا او لاس نيوي يي وکړي ۰ چی  د راتلونکو وختونو له پاره په افغانستان کي دپښي ايښوولو ځاي ولري ۰ دا ځکه چی په  جګړه ايز سيا ست کي يي نه يوازي ګټه تر لاسه نه کړه بلکه دافغان او منطقي دولسونو بيساري  تنفر يي هم په وړاندي راپيدا سوو ۰ ويلايسووچی  دپورتنيو لاملونو  له  کبله يي په سياست کی د تغيير نښي رابرسيره شوي دي   ۰ دلته سوال راپيداکيږي چی امريکا به لومړي کوم امتيازونه وځان ته ايږدي،او وسله وال مقاومت به  دملي ګټو په نظر کي  نيولو سره کوم امتيازونه ودوي ته ورکوي ۰  چی دا هم نه يوازي  دامريکا او ددوي دګوډاګي رژيم په وړاندي د ولسي تنفراو مقاومت  په کچي   پوري مستقيمي اړ يکي لري بلکه   دامريکا په سياسي او اقتصادي توان پوري هم اړيکي پيدا کوي ۰ په داسي حال  کي چی  په نړي کي عيني واقعيتونه دا په ګوته کوي ،  چی امريکا پس له دوو لسيزو څخه چی دنړي درهبري دعوه يي کوله ،  او ځان يي دتکبر څخه ډک زبر ځواک بلي ،  نوريي دکمزوري اقتصاد او ناکامه سياست له کبله په نړي کي درهبري  توان دلاسه ورکړي دي ۰  چی ښه بيلګه په ملګرو ملتونو کي د امريکا او اسرائيلو دمخالفت سره سره  دناظردولت په توګه دفلسطين رسمي پيژندګلوي ده ۰  چی امريکا په دې رايه اچونه کي وکړايسواي چی دنړي دهيوادونو څخه يوازي اته هيواده دځان ملګري کړي ۰ ځکه نو دامريکا په تيرو اتخاباتو داوباما په وړاندي دجمهوري غوښتونکو نوماند ( ميت رامني ) د ۲۰۱۲ کال داکتوبر پر نهمه دخپل تبليغاتي کمپاين په درشل کي په يوپوځي  انستيتوت کي داسي وويل :( په هغه صورت کي که امريکا ونه کړايسي چی بيا په نړي کي درهبرپه توګه ځان ښکاره کړي ، نور کسان ، هغه څوک چی دامريکا سره مشترک ارزښتونه او ګټي  نه لري داکار به وکړي ۰ او نړي به تر اوس مهال  تاريکه کړي ) ۰دنوموړی  ددي څرګندونو په وړاندي  يوازي ويلايسو چی : ( خواب است ، مهال است وجنون ) ۰  

 اخځ : دفرانسي دفيګارو ورځپاڼه ۰                                   تمت با الخير

 


January 12th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات